پوتین؛ د لېبیا د سیاسی بهیر د ملاتړ لپاره چمتو یو

نړۍ
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلی، هېواد یې چمتو دی چې په لیبیا کې د یوه ټول‌منلی او دوامدار سیاسی حل لپاره له روان بهیر سره مرسته وکړی. نوموړی د لیبیا د ولسمشرۍ شورا له مشر محمد المنفی سره په مسکو کې د لیدنې په مهال د دغه هېواد په یووالی، ملی حاکمیت او خپلواک تصمیم نیولو ټینګار کړی دی.
پوتین او المنفی په مسکو کې د ګاز صادرونکو هېوادونو د فورم د اتمې سرمشریزې په څنډه کې لیدلی دی.
د لیبیا د ولسمشرۍ شورا د بیان له مخې، پوتین ویلی چې روسیه د لیبیا د سیاسی بهیر د پرمختګ او د یوه توافق‌محور او دوامدار حل په ترلاسه کولو کې مرسته کولای شی. هغه ټینګار کړی چې دا بهیر باید د لیبیا په مالکیت او د دغه هېواد د اساسی قانون پر بنسټ د بنسټونو په ګډون مخته ولاړ شی.
پوتین همدارنګه د روسیې او لیبیا ترمنځ د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی او د روسیې او افریقایی ټولنې ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې یې د لیبیا رول مهم بللی دی.
له بلې خوا، محمد المنفی له روسیې سره د ګډې همکارۍ د پراختیا، د دواړو هېوادونو د ګډې کمېټې د فعالیتونو د بیا پیل او په لیبیا کې د روسی شرکتونو د بېرته فعالیت لپاره د زمینې برابرولو ملاتړ کړی دی. هغه همدارنګه د سیاسی بهیر د پرمختګ لپاره د مشورو او همغږۍ په دوام ټینګار کړی دی.
دا خبرې په داسې حال کې کېږی چې لیبیا لا هم له سیاسی وېش سره مخ ده. د دغه هېواد په لوېدیځ کې د عبدالحمید دبیبه په مشرۍ د ملی یووالی حکومت په طرابلس کې فعالیت کوی، په داسې حال کې چې د اسامه حماد په مشرۍ بل حکومت، چې د استازو جرګې له خوا په ۲۰۲۲ کال کې ټاکل شوی، په بنغازی کې مېشت دی او د ختیځ او د سوېل د ډېرو سیمو چارې اداره کوی.
ملګری ملتونه هم د لیبیا د سیاسی لورو ترمنځ د خبرو اترو کوربه‌توب کوی، څو د اساسی قانون په یوه ګډ چوکاټ هوکړه وشی او د ولسمشرۍ او پارلمانی ټاکنو لپاره زمینه برابره شی.
د مسکو او طرابلس ترمنځ دا خبرې د لیبیا د سیاسی حل او دوه‌اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا په موخه شوې دی؛ خو په دغه هېواد کې د سیاسی وېش پای ته رسېدل به د کورنیو لورو ترمنځ په توافق او د سیاسی بهیر په عملی پرمختګ پورې تړلی وی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *