د بامیان ښاروالۍ مسوولین وایی چې په دغه ښار کې د ۲۸ میلیونه ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۵ پراختیایی پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په یاده موخه جوړو شویو مراسمو کې د بامیان ښاروال حافظ رازمحمد یاسر د ښاروالۍ د پرمختیایی فعالیتونو او ښاری پراختیایی پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د ښاری نظم د ښه والی، پراختیا او خلکو ته د معیاری خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یې د دغې ادارې پر ژمنتیا ټینګار وکړ.
نوموړی وویل، چې په دغو پروژو کې د غلغلې ښار دننه د یو کیلومتر سړک قیر کول، د غلغلې ښار په سیمه کې د دوه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړول، د فلزکارانو لپاره د ۲۲ دوکانونو جوړول، د دشت عیسیخان نوی ښار د سوداګریزو مارکېټونو ترمنځ د پلی لارو کانکرېټ کول او د بامیان ښار په مرکز او ښاری ناحیو کې د سېلابونو د مهار کانالونو او پلچکونو جوړول شامل دی.
ورته مهال د بامیان والی قاری ګلحیدر شفق د ښاریانو د ژوند د وضعیت په ښهوالی کې د ښاروالۍ د خدمتونو اهمیت ته په اشارې، د عامه خدمتونو پر پراختیا، د پرمختیایی او بنسټیزو پروژو پر پلی کېدو، د خلکو اړتیاوو ته پر رسېدنې او د ښار او سړکونو د پاکوالی او نظافت د وضعیت پر ښه والی ټینګار وکړ. هغه د دغو موخو په ترلاسه کولو کې د مسوولینو او ښاریانو ترمنځ متقابلې همکارۍ مهمې وبللې.